که تاسو هڅه وکړئ په کوچنۍ کښتۍ کې انګلستان ته په غیرقانوني ډول راشئ، کېدای شي هر څه له لاسه ورکړئ.
د انسان قاچاق کوونکي وایي چې دوی کولی شي تاسو په خوندي ډول انګلستان ته ورسوي او تاسو ته به اجازه درکړل شي چې پاتې شئ. هغوی تاسو ته درواغ وایي.
د نوي تړون له مخې، تاسو اوس د بېرته لېږلو په خطر کې یاست او د انګلستان ته د بیا ننوتلو حق به ونه لرئ. قاچاق کوونکي به ستاسو پیسې وساتي.
ډېر نارینه، ښځې او ماشومان دمخه د دې هڅې پر مهال مړه شوي چې په له خلکو ډکو کوچنیو کښتیو کې انګلستان ته ورسېږي. اوس دا له پخوا ډېر خطرناک دی.
د انګلستان ته په ناقانونه ډول د ننوتلو هڅه هېڅکله ارزښت نلري. تاسو د نیولو او له انګلستان څخه د ایستلو سره مخ یاست.
که تاسو د جنایي فعالیت تاریخچه لرئ یا د خپل هویت په اړه دروغ وایي، باید پوه شئ چې موږ به ستاسو د ګوتو نښې او د مخ عکسونه ثبت کړو، کوم چې به زموږ د ډیټابیس سره پرتله شي، نو موږ به پوه شو چې تاسو څوک یاست او ستاسو په وړاندې به اقدام وکړو.
خپل ژوند په خطر کې مه اچوئ او خپلې پیسې مه ضایع کوئ.