تاسو کېدای شي په یوې کوچنۍ کښتۍ کې مړه شئ.

په کوچنۍ کښتۍ کې په غیرقانوني ډول انګلستان ته راتګ ډېر زیات خطرناک شوی دی.
کښتۍ له خلکو ډکې وي، د سمندر د سفر لپاره مناسبې نه وي او د سفر پر مهال ماتېدای شي.
که تاسو سمندر ته ولوېږئ، په څو دقیقو کې ډوبېدلی یا د یخنۍ له امله مړه کېدای شئ. د ژغورنې جعلي واسکټونه به تاسو ونه ژغوري.
که تېل پر تاسو توی شي، ستاسو پوستکی به وسوځوي. تاسو کېدای شئ د تل لپاره داغونه یا بدشکلي ولرئ.
په دغو له خلکو ډکو کښتیو کې خلک تر پښو لاندې کېږي او تر فشار لاندې مړه کېږي.
ډېر ماشومان په همدې ډول مړه شوي دي. په کښتۍ کې په سپرېدو سره کېدای شي تاسو بل څوک هم ووژنئ – حتی یو ماشوم.
که د کوچنۍ کښتۍ د سفر پر مهال د بل کس ژوند په خطر کې واچوئ، تاسو به ونیول شئ.
دا یو جرمي عمل دی او تاسو به تر 6 کلونو پورې د بند له سزا سره مخ شئ.
د انسان قاچاق کوونکي ستاسو پروا نه کوي. هغوی یوازې ستاسو پیسې غواړي.
همدا لامل دی چې هغوی ډېر خلک دغو کښتیو ته خېژوي، او که څوک انکار وکړي نو حتی د وسلو په وسیله یې ګواښي.
کله ناکله هغوی یوازې تاسو دوکه کوي او ستاسو پیسې اخلي، پرته له دې چې کومه مرسته درسره وکړي.
خپلې پیسې او خپل ژوند په خطر کې مه اچوئ.
تاسو کېدای شئ په یوه لارۍ کې مړه شئ.

په 2021 کال کې، 39 کډوال په انګلستان کې د یوې لارۍ په ټرېلر کې مړه وموندل شول.
هغوی دننه بند پاتې وو او ساه یې نه شوای اخیستلای.
په خپلو وروستیو پیغامونو کې، یوه قرباني ویلي وو: ‘زه غواړم بېرته خپلې کورنۍ ته ستون شم.’
په لارۍ کې په غیرقانوني ډول انګلستان ته راتګ ډېر خطرناک دی. قاچاق کوونکي نه ستاسو او نه هم ستاسو د عزیزانو پروا کوي.
دروازې اکثره له بهر څخه تړل کېږي. تاسو به دننه په بشپړه تیاره کې بند پاتې شئ او له ډېرې تودوخې یا ډېرې یخنۍ سره به مخ شئ.
د ډېرو لاریو کانتینرونه هوا نه پرېږدي. که قاچاق کوونکی د هر دلیل له امله دروازه پرانېستلای نه شي، یا که د دروند ټرافیک له امله سفر وځنډېږي، نو هوا به ختمه شي او ستاسو به ساه بنده شي.
مه پرېږدئ چې دا حالت ستاسو یا ستاسو د عزیزانو سره پېښ شي.
که تاسو بریالي هم شئ، بیا هم په خطر کې یاست.

هغه کسان چې ستاسو سفر دلته تنظیموي، مجرمان دي. تاسو نه غواړئ چې د دې کسانو پوروړي شئ.
که د انسان قاچاق کوونکو له خوا تاسو ته د کار ژمنه شوې وي، نو دا دوکه ده.
کله چې راورسیږئ، کېدای شي دوی تاسو خپل غلام کړي. هغوی ممکن پر تاسو باندې تاوتریخوالی وکړي او له تشدد څخه کار واخلي.
تاسو به د دې مجرمانو لپاره لږ معاش یا هیڅ معاش ونه لرئ. تاسو به په پور کې بند پاتې شئ، پرته له دې چې وتښتئ.
تاسو به خپله کورنۍ په خطر کې واچوئ. د انسان قاچاق کوونکي اکثره وخت ستاسو کورنۍ ته په خپل هېواد کې ګواښونه کوي ترڅو تاسو په اطاعت کې وساتي.
په انګلستان کې د غیرقانوني کډوال په توګه ژوند ډېر سخت دی. د غیرقانوني کډوالۍ د حقیقتونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
ناقانونه کډوالي هېڅکله د خطر لپاره ارزښت نلري.
د قاچاق کوونکي راپور ورکړئ
که څوک تاسو ته د ویزې پرته انګلستان ته د راتګ ژمنه درکوي، تاسو باید هغوی راپور کړئ.
هغوی ستاسو د خوندیتوب یا راتلونکي پروا نه کوي. د انسان قاچاق کوونکي د هغو خلکو چې په خطرناکو کښتیو کې د انګلش چینل په سیمه کې مړه کیږي مسؤلیت لري.
هغوی ودروئ. موږ ته یې په اړه راپور راکړئ. ستاسو هویت به خوندي وي.
قانوني سفر
که تاسو غواړئ د ښه ژوند لپاره یا د خوندیتوب په لټه کې انګلستان ته راشئ، یوازینۍ لاره دا ده چې قانوني لارې څخه راشئ.